سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو جاج اخستلو لپاره سركاري ډله آواران ته ورسيده

كوئټه 06 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو په خصوصي هدايت د سيلاب ځپليو سيمو كښې د مرستي هلو ځلو جاج اخستلو لپاره سركاري ډله آواران ته رسيدلې ده،ډله به د ريليف آپريشن او بحالۍ په اړه د اقدامات جاج اخلي۔كمشنر قلات ډويژن داود خلجي سيكرټري مواصلات او تعمرات علي اكبر بلوچ سيكرټري هيلتھ حافظ محمد طاهر كاكړ ډي جي هيلتھ نورقاضي او سيكرټري لائيو سټاك ډي جي لائيو اسټاك چيف انجينئر ايريګيشن غلام قادر رند هم شامل دي،چارواكو د سيلاب ځپلي سيمې جھائو كښې ويټرنري ميډيكل كيمپ دوره ،ميډيكل ويټرنري كيمپ كښې ګڼو څاروو ته د موسمي ناروغو څخه بچ كيدو لپاره ويكسينشن روان دې ،سيلاب ځپليو سيمو كښې موبائل ميډيكل ويټرنري كيمپ لګولې شوي،وزيراعلي او چيف سيكرټري په سپارښتنه د لائيواسټاك محكمه زيات مقدار كښې داروګان وركړې دي، ډي جي لائيو سټاك ډاكټر غلام رسول تاج چارواكو له بريفنګ وركړو،د قلات ډويژن كمشنر داود خلجي ووئيل د سيلاب مشكل صورتحال باوجود لائيو سټاك عملے د اړخه د خدمت جذبې ترمخه فرائض ترسره كول د ستائنې وړ دي۔