خېبرپښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ 4 خالي شوې چوكو پشمول د ميرمنو په مخصوص نچوكو ريټرننګ افسرانو پبلك نوټس جاري كړو

پېښور 06 اګست (اے پي پي) خېبر پښتونخوا څخه د قامي اسمبلۍ 4 خالي شوي چوكو پشمول د ميرمنو مخصوص چوكو ريټرننګ افسرانو پبلك نوټس جاري كړې دې، په دې حلقو كښې اين اے 22 مردان، اين اے 24 چارسده، اين اے 31 پېښور ، اين اے 45 كرم شامل دي۔اليكشن كمېشن خېبرپښتونخوا د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې پولنګ به په 25 ستمبر، 2022 كېږي، د نامزدګۍ كاغذات به 10اګست نه تر 13اګست 2022 جمع كولې شي ، 14اګست 2022 به د كانديدانو نامې شائع كولې شي، تر 17اګست به د نامزدګۍ كاغذات جانچ پړتال كولې شي، ريټرننګ افسرانو د اړخه د كاغذات منظوريدو يا مسترد كيدو په ضد اپيلونه به تر 20 اګست جمع كولې شي، ټريبيونل د اړخه په دې اپيلونو به پريكړې تر 25 اګست كولې شي،په 26 اګست به د كانديدانو نظرثاني شوې فهرست جاري كولې شي،تر 27اګست كانديدان خپل كاغذات بيرته ا خستلې شي،29اګست به كانديدانو ته انتخابي نښې الاټ كولې شي،د ميرمنو مخصوص چوكو لپاره د پي ټي آئي د اړخه كانديدانو ترجيحي فهرست ريټرننګ آفيسر يعني صوبائي اليكشن كمشنر خېبرپښتونخوا سره 13 اګست 2022 مقرر كړې شوې۔