د پنجاب نوې ټاكلې شوې 21 كسيزه كابينې غړو سوګند پورته كړو، د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمن هغوي څخه سوګند واخست

لاهور 06 اګست (اے پي پي) د پنجاب نوې ټاكلې شوې 21 كسيزه كابينې د خالي په ورځ د خپلو چوكو سوګند واخست،د پنجاب ګورنر محمد بليغ الرحمن د خالي په ورځ لاهور ګورنر هاؤس كښې په يوه دستوره كښې د نوې ټاكلې شوې كابينې څخه سوګند واخست۔دستوره كښې د پنجاب وزير اعليٰ چوهدري پرويز الهي ، پنجاب اسمبلۍ سپيكر سبطين خان،پخواني ګورنر عمر سرفراز چيمه ،چودھري مونس الهي ،وكيلانو ، خبريالانو ، د ګوند كارمندانو او نور مهم شخصيات هم موجود ؤ۔ سوګند پورته كونكو كښې سردار محسن خان لغاري، ډاكټر ياسمين راشد، راجه بشارت ، خرم ورك، هاشم ډوګر، مياں اسلم اقبال، محمود الرشيد، مراد راس، علي عباس شاه، سردار آصف نكئي، حسنين بهادر دريشك، علي افضل ساهي، غضنفر عباس چھينه، لطيف نذر، تيمور مسعود، عنصر نيازي، راجه ياسر همايوں، نوابزده منصور علي، منيب چيمه او شهاب الدين شامل دي۔