كروشيا كښې ټرافكي پېښه ،11 كسان مړه ، ګڼ ژوبل

زغرب 06 اګست (اے پي پي) اروپائي هېواد كروشيا كښې د مسافرو يو بس په هائے وے چپله شوې چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبر رسنې ادارے پوليس وياند ماركو مورك په اړه ووئيل د افسوس وړ دا پېښه د خالي په ورځ پايه تخت زغرب څخه 60 كلوميټره لري په هائے وے د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوې په دې مهال د مسافرو يو بس ژورې كندې ته پريوتې چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه او ګڼ نور ژوبل شوې دي۔ ريسكيو ډلي مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي۔ پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پيل كړې دي۔