افغانستان كښې د چاؤديدونكو توكو چاؤدلو په نتيجه كښې 8 كسان مړه ، 18 ژوبل

كابل 06 اګست (اے پي پي) د افغانستان پايه تخت كابل كښې د چاؤديدونكو توكو چاؤدلو په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 18 ژوبل شوې دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې كابل پوليس وياند خالد زدران ميډيا ته ووئيل ډسټركټ 6 سر كاريز سيمه كښې په يو لاس ګاړي كښې په ځائې كړې شوې توكي چاؤدلو په نتيجه كښې 8 كسان مړه او 18 نور ژوبل شوې دي۔ده ووئيل په سمدستي توګه د چاؤدلو ذمه واري كومي ډلې نه ده قبوله كړې۔دا خبره دې ياده وي چې څو ورځي وړاندې كابل كښې سكيورټي فورسز كارروائي په مهال عسكريت خوښو ګڼ جنګيالي وژلې شوې ؤ۔