په اېن اے 157 ضمني ټاكنو كښې 12 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړل

ملتان 05 اګست (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ په حلقه اېن اے 157 ملتان ضمني ټاكنو كښې 12 كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونه جمع كړي ٬ د ملتان ډسټرکټ اليکشن کمشنر او ريټرنګ افسر لخوا د كانديدانو فهرست جاري كړے شوے چې پكښې سيد علي موسٰي ګيلاني، مهر بانو قرېشي، وسيم عباس، محمد ادريس، سېف احمد قريشي، ارشادعلي بابر، محمد عمران، محمد خليل، طاهر احمد، محمد سليم، نسيم حسېن او محمد سلمان الٰهي دي۔ د ضمني ټاكنو پولنګ به په 11 ستمبر كېږي په دې حقله د تحريك انصاف لخوا مهر بانو قرېشي او د پيپلز پارټي لخوا سيد علي موسٰي ګيلاني به په الېكشن كښې برخه اخلي