کشمير د پاکستان د شه رګ دے٬ پاكستان به په كشمير مكمل كېږي۔ د چوهدري پروېز الهي د كشمير استحصال ورځې په موقع دستوره كښې خبرې

لاهور 05 اګست (اے پي پي) د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي وئيلي دي هند د پاكستان جوړېدو سره سازشونه پېل كړي وٶ٬ په کشمير كښې مداخلت سره هند امن له مينځه وړے او بلخوا په فلسطين كښې سازشونو كولو سره امن خراب كړے شوے٬ده ووئېل کشمير د پاکستان د شه رګ دے٬ پاكستان به په كشمير مكمل كېږي ۔ د كشمير استحصال ورځې په موقع دستوره كښې د خبرو په مهال وزيراعلي ووئيل كشميريانو سره د پاكستاني قام د وينې رشته ده٬ د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې به دوامداره وي