عوامي نېشنل پارټۍ د خېبرپښتونخوا ضمني ټاكنو لپاره د پېښور څخه غلام بلور او د چارسدې څخه ايمل ولي د كانديدانو په توګه اعلان كړل

پیښور 05 اګست (اے پي پي)عوامي نېشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا د ضمني ټاكنو لپاره د پېښور او چارسدې څخه د كانديدانو اعلان كړے ۔د اېن اے 31 پېښور څخه به حاجي غلام بلور او د اېن اے 24 چارسدې څخه به صوبائي صدر ايمل ولي خان كانديد وي۔په دې لړ كښې د صوبائي پارليماني بورډ غونډه د چيئرمېن ايمل ولي خان په مشرۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې د پارليماني بورډ سېكرټري سردار حسېن بابك٬غړو ثمر هارون بلور٬خادم حسېن او شاهي خان شيراني ګډون وكړو۔پارليماني بورډ په متفقه توګه د دواړو كانديدانو د نامو منظوري وركړې ده ۔