نړيواله ورورولي دې كشميريانو ته انصاف وركولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ مولانا عبدالخبير آزاد

لاهور 05 اګست (اے پي پي) د مركزي روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا عبدالخبير آزاد وئيلي دي مونږ ټولو له په ګده په مقبوضه كشمير كښې مسلمانانو لپاره غږ پورته كول پكار دې، نړيواله ورورولي دې كشميريانو ته انصاف وركولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔د جمعې په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع خپل بيان كښې مولانا عبدالخبير آزاد ووئيل هند په كشميريانو ظلمونه كوي ٬ مونږ به په هر فورم د كشمير كشاله رامخې ته كوٶ۔ ده ووئيل هند په كشميريانو ظلمونه كوي او نړيواله ورورولي غلې ده۔ ده ووئيل هند به د مودي د پاليسو په سبب تقسيم شي۔ ده اولس ته غږ وكړو چې مونږ ټولو له په ګده په مقبوضه كشمير كښې مسلمانانو لپاره غږ پورته كول پكار دې، ده ووئېل نړيواله ورورولي دې كشميريانو ته انصاف وركولو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دا مسئله حل كړي دغسې چې كشميريان په آزادۍ سره ژوند وكړي