د كشمير استحصال ورځ او د كشمير آئيني حېثيت ختمولو په ضد پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړے شو

لاهور 05 اګست (اے پي پي) د كشمير استحصال ورځ او د كشمير آئيني حېثيت ختمولو په ضد پنجاب اسمبلۍ كښې قرارداد د مسلم ليګ نن صوبائي غړې حنا پروېز بټ لخوا جمع كړے شوے ۔ قرارداد كښې وئيلي شوي دا ايوان د كشمير استحصال ورځ په موقع د كشمير خپلو وروڼو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوي٬ هند د جنيوا كنونشن او د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزۍ كولو سره د كشمير آئيني حېثيت ختم كړې او نن ئې درې كاله بشپړ شول ٬ كشمير نن هم د نړۍ لوي زندان دے چرته چې د 7 لكه نه زيات هندي عسكر په ناجائزه توګه قابض دي٬ نن هم يو شمېر كشميري حريت لارښود په حراست كښې دي او نظر بند دي٬ ملګرو ملتونو څخه مطالبه شوې چې د كشمير پحقله منظور كړو خپلو قراردادونو باندې عملدرآمد باوري كړي ٬ دغسې په حراست كښې د ساتلے شوو حريت مشرانو خوشې كولو او د بشري حقونو د خلاف ورزو خاتمه دې باوري كړے شي