د ګرد هېواد پشمول ګوجرانواله كښې هم د پنځم اګست ورځ د كشمير استحصال ورځې په توګه ولمانځلې شوه

ګوجرانواله 05 اګست (اے پي پي) د ګرد هېواد پشمول ګوجرانواله كښې هم د پنځم اګست ورځ د كشمير استحصال ورځې په توګه لمانځلې شوې٬ په دې لړ كښې د ضلعي انتظاميې لخوا د كشمير استحصال ورځ په لړ كښې لاريون د ډپټي کمشنردفتر نه تر ډي اېچ او دفتر ويستلے شو۔ چې پكښې د ضلعي انتظاميې افسرانو سره سره ٬ د رېسکيو 1122 پشمول سركاري ملازمانو٬ د سول ډيفنس ٬ هلال احمر اهلكارو٬ رضاكارو٬ د سكول زده كٶونكو او نورو په لويه شمېره ګډون كولو۔ د لاريون ګډون كوٶنكو د اګست 5مه نيټه كال 2019 د هندي حكومت د غېر قانوني اقدام په ضد نعرې او د آر آرټيکل 370 نامنظور نعرې ئې وهلې او د مظلومو كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره ئې بېنرز٬ پلے كارډز سره سره د كشمير او پاكستان بېرغونه پورته كړي وو