کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې د توان صلا حكار مير محمد عمر خان جمالي د كشمير استحصال ورځې په موقع اے پي پي سره په خبرو وئيلي دي مودي سرکار په پنځم اګست كال 2019 كښې د مقبوضه جمو و كشمير قانوني حېثيت بدلولو سره په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي او دوي ئې په پوځي محاصره كښې ساتلې دي٬ ده ووئيل په مقبوضه سيمه كښې …
مودي سرکار په پنځم اګست كال 2019 د مقبوضه جمو و كشمير قانوني حېثيت بدلولو سره په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي۔مير محمد عمر خان جمالي

مزید خبریں
کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې د توان صلا حكار مير محمد عمر خان جمالي د كشمير استحصال ورځې په موقع اے پي پي سره په خبرو وئيلي دي مودي سرکار په پنځم اګست كال 2019 كښې د مقبوضه جمو و كشمير قانوني حېثيت بدلولو سره په بې ګناه كشميريانو ظلمونه كوي او دوي ئې په پوځي محاصره كښې ساتلې دي٬ ده ووئيل په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو سلسله روانه ده ۔ده ووئيل د شخړيزې سيمې جغرافيائي حېثيت بدلولو سره هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزۍ كوي۔ مير محمد عمر خان جمالي ووئيل د کشمير آئيني حېثيت منسوخ كولو پرېكړې نه پس د زرګونو په شمېر لارښود او كاركنان په جبر بې دركه كېدل د هند د بربريت ښكاره ثبوت دے۔ ده ووئيل د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې ھغوي د كشميريانو بشري او سياسي حقونو لپاره غږ پورته كړي









