کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي پنځم اګست كال 2019 د تاريخ توره ورځ ده٬ كله چې هندي واكمن ګوند بي جے پي د هند د آئين آرټيکل 370 او 35 A ختمولو تر مخه د جمو و كشمير خاص حېثيت ختم كړو٬ د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل بيان كښې ده ووئېل کشمير د پاکستان شه رګ دے او د …
پنځم اګست كال 2019 د تاريخ توره ورځ ده۔ د بلوچستان وزير اعلي عبدالقدوس بزنجو د كشمير استحصال ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
کوئټه 05 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير عبدالقدوس بزنجو وئيلي دي پنځم اګست كال 2019 د تاريخ توره ورځ ده٬ كله چې هندي واكمن ګوند بي جے پي د هند د آئين آرټيکل 370 او 35 A ختمولو تر مخه د جمو و كشمير خاص حېثيت ختم كړو٬ د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل بيان كښې ده ووئېل کشمير د پاکستان شه رګ دے او د پاكستاني قام او كشميريانو رشته لازواله ده۔ ده ووئيل هند په جمو و كشمير كښې د ترهګرۍ سلسله جاري ساتلې او د لكهونو په شمېر بې ګناه كشميريان ئې شهيدان كړي٬ ده ووئيل د 5م اګست اقدام نه پس د كشمير خاص حېثيت ختمولو نه پس په كشمير انتها پسند هندوان آبادول پېل كړې شوي او د مسلمانانو اكثريت په اقليت د بدلولو هڅې روانې دي۔ ده ووېيل نړيوالې ورورولۍ له د هند د جبر او ظلم نوټس اخستل پكار دي او د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې كشميريانو ته د استصواب رائے حق وركول پكار دے۔ په دې موقع وزيراعليٰ ټول قام ته اپيل وكړو چې د كشمير د استحصال ورځ په موقع خپلو كشميري وروڼو سره د يووالي څرګندونه كولو كښې د مظلومو كشميريانو غږ وګرحې









