په مقبوضه کشمير كښې د استحصال ورځې او د تورې ورځ په لړ كښې تور بېرغونه هسك كړے شوي

سرينګر 05 اګست (اے پي پي) په غېر قانوني توګه د هند په تسلط جمو و كشمير كښې په سرينګر او نورو سيمو كښې نن په لمانځلې كېدونكې د استحصال او تورې ورځې په لړ كښې تور بېرغونه هسك كړے شوي ۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د كنټرول لائن په داړو اړخونو او د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې كشميريانو سره نن د اګست پنځمه نيټه د استحصال او تورې ورځې په توګله لمانځلې شوې دغسې چې هند او نړيوالې وروولۍ ته دا واضح پېغام وركړے شي ھغوي د هند د پنځم اګست كال 2019 غېر قانوني اقدام مسترد كوي۔ د مودي فسطائي هندي سركار د ملګرو ملتونو قراردادونو او د نړيوال قوانين سنګينې خلاف ورزۍ كولو سره په نننۍ ورځ كال 2019 كښې د مقبوضه كشمير خاص حېثيت منسوخ كولو سره د مقبوضه سيمې پوځي محاصره كړې ده