كوئټه 05 اګست (اے پي پي)په كوئټه كښې متعين د افغان قونصلګرۍ كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت وئېلي دي افغانستان د پاكستان غوندې ورور اسلامي هېواد سره په پوله تجارت ته وده وركول غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ايوان صنعت تجارت كوئټه بلوجستان دورې په موقع د چيمبر عهديدارو او غړو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د دې څخه وړاندې د چيمبر آف كامرس اينډ …
افغانستان د پاكستان غوندې ورور اسلامي هېواد سره په پوله تجارت زياتول غواړي۔افغان كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت

مزید خبریں
كوئټه 05 اګست (اے پي پي)په كوئټه كښې متعين د افغان قونصلګرۍ كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت وئېلي دي افغانستان د پاكستان غوندې ورور اسلامي هېواد سره په پوله تجارت ته وده وركول غواړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د ايوان صنعت تجارت كوئټه بلوجستان دورې په موقع د چيمبر عهديدارو او غړو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔د دې څخه وړاندې د چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري كوئټه صدر فدا حسېن دشتي٬سينئر نائب صدر محمد ايوب مرياني٬نائب صدر امجد علي صديقي او نورو د افغان قونصلټ كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت مننه وكړه او وې وئېل هيله لرو چې نه يواځې د دوه اړخيزه تجارت په لاره كښې ولاړ خنډان به لرې كړے شي بلكې د باديني پشمول نوې بارډر ګېټ به هم پرانستلے شي۔په دې موقع افغان كمرشل اتاشي ډاكټر عبدالحنان همت ووئيل ډېر زر به د افغانستان تجارت وزير د وېډيو لنك د لارې د بلوچستان صنعت او تجارت څخه اړوندو كسانو سره ملاقات وكړي او هغه به د بلوچستان د تجارت پیشه وره كسانو ته په افغانستان كښې د پېښو مسئلو په حقله معلومات ترلاسه كړي۔









