په كشميريانو د هندي ظلمونو په ضد برسلز كښې د اروپائي خارجه وزارت په خوا كښې د كشميريانو احتجاجي كيمپ

برسلز 05 اګست (اے پي پي) كشمير كونسل اي يو د سيورې لاندې د بيلجيئم پايه تخت برسلز كښې ايكسټرنل ايكشن سروس (يورپي وزارت خارجه) په خوا كښې يو احتجاجي كيمپ لګولے شوے۔ په دې مهال ګڼو كشميريانو ، پاكستانيانو او اروپائي وګړو په كشميريانو د روان هندي ظلمونو غندنه كړې او مقبوضه كشمير مظلوم اولس سره ئې د يووالي څرګندونه كړې ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې كشميركونسل اي يو چيئرمېن علي رضا سيد په دې موقع ووئيل 05 اګست 2019 د هند يو اړخيز اقدام نه پس په كشميريانو د هند ظلمونه زيات شوي ۔ برسلز كښې د احتجاج مقصد نړۍ او په خاص توګه په اروپائي هېوادونو زور راوړل دي چې مقبوضه كشمير كښې روان هندي ظلمونه په سمدستي توګه بند كړي او په جمو او كشمير غير قانوني تسلط ختمولو له د هغوي مرسته وكړي۔ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په هند فشار واچوي چې په كشميريانو ظلم بند كړي۔