كشميريان نن د استحصال ورځ لمانځي،مير واعظ عمر فاروق په كور كښې د نظر بندۍ 3 كاله پوره شول

سرينګر 05 اګست (اے پي پي) د كنټرول لائن دواړه اړخه ته پاكستان او په ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريان نن په 5 اګست د استحصال ورځ لمانځي چې مقصد ئې د مودي فسطائي هندي حكومت د اړخه د 5 اګست 2019 په دې ورځ د پورته كړو غير قانوني اقدامات په ضد احتجاج ريكارډ كول دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د مودي حكومت د ملګرو ملتونو قراردادونو او نړيوال قوانين سنګينې خلاف ورزي كولو سره په 5 اګست 2019 د هند غير قانوني تسلط كښې د جمو او كشمير خصوصي حيثيت منسوخ كولو سره دغه سيمې محاصره كړې وه۔نن دا ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلو لپاره د هند غير قانوني تسلط كښې جمو او كشمير كښې بشپړ هړتال دغسې آزاد جمو او كشمير ، پاكستان او په ټوله نړۍ كښې د نړيوالي ورورولۍ پام په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونو پلو راګرځولو لپاره احتجاجي مظاهرې ، لاريونونه ، سيمينارز او نور پروګرامونه كېږي۔ د استحصال ورځ او تورې ورځې لمانځلو له د هړتال اپيل كل جماعتي حريت كانفرنس كړے دے۔