تھائي لينډ نائټ كلب كښې د اوور لګيدلو پېښه،13 كسان مړه ، ګڼ ژوبل

بنكاك 05 اګست (اے پي پي) تھائي لينډ كښې كيايك نائټ كلب كښې د اوور لګيدلو پېښې په نتيجه كښې 13 كسان مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې د تھائي لينډ چونبوري صوبه كښې په يو نائټ كلب كښې په سمدستي توګه اوور لګيدل چې په نتيجه كښې ئې 13 كسان په ټكي مړه او ګڼ ژوبل شوې دي۔ فائر فائټرز اهلكار د پېښې ځائې ته رسيدلو سره په اوور قابو موندلې دې دغسې د اوور لګيدلو وجوهات نه دې معلوم شوې۔ريسكيو ډلي مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي۔ پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پيل كړې دي۔