کشمير زمونږ د سا رګ دے۔ سردار نصرالله خان درېشك

راجن پور 04 اګست (اے پي پي) پارلماني غړي او د سوئيلي پنجاب صوبې محاذ شريك چيئرمېن سردار نصرالله خان درېشك وئيلي دي چې کشمير زمونږ د سا رګ دے۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په بې ګناه كشميريانو د هند ظلمونو له امله د انسانيت سر ټيټ شوې دې، دوي د اوږدې مودې راهسې د هند لخوا جبر او ظلم سره …

راجن پور 04 اګست (اے پي پي) پارلماني غړي او د سوئيلي پنجاب صوبې محاذ شريك چيئرمېن سردار نصرالله خان درېشك وئيلي دي چې کشمير زمونږ د سا رګ دے۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل په بې ګناه كشميريانو د هند ظلمونو له امله د انسانيت سر ټيټ شوې دې، دوي د اوږدې مودې راهسې د هند لخوا جبر او ظلم سره مخ دي دا د افسوس وړ او نړۍ لپاره سواليه نښه ده۔ده ووئيل په هره كچه د هند د ظلمو په ضد لكه د غره ولاړ كشمريان د اسلامي تاريخ عظيم هيروز دي۔ ده ووئيل د دوي د مړانې او جرات دا عمل فراموش كېدې نشي٬ ګرده نړۍ كښې د دوي د قوي اعصابو او د حق ګوئۍ معترف ده۔ سردار نصرالله خان درېشك ووئيل (نن) د اګست پنځمه نيټه به ټول پاكستانې قام د هند ظلمونو په ضد كشميريانو سره د يوالي څرګندونه لپاره د استحصال ورځ په توګه قامي جوش او جذبې سره لمانځي

مزید خبریں