پاكستان او ټوله نړۍ كښې به مېشته كشميريان سبا په 5 اګست د جمعې په ورځ د استحصال ورځ لمانځي

سرينګر 04 اګست (اے پي پي) د كنټرول لائن دواړه اړخو ته پاكستان او ټوله نړۍ كښې مېشته كشميريان به سبا په 5 اګست د جمعې په ورځ د استحصال ورځ لمانځي چې مقصد ئې د نريندر مودي په مشرۍ كښې د فسطائي هندي حكومت د 5 اګست 2019 غير قانوني او يو اړخيزه اقدامات په ضد خپل احتجاج ريكارډ كول دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د مودي حكومت د ملګرو ملتونو قراردادونو او نړيوال قوانين سخته خلاف ورزي كولو سره په 5 اګست 2019 د هندي آئين دفعات 370 او 35۔ اے منسوخ كولو سره د مقبوضه جمو او كشمير خصوصي حيثيت ختم كړے ؤ او كشمير ئې محاصره كړے ؤ ۔كل جماعتي حريت كنفرنس په دې موقع د هړتال كال هم وركړے ۔ د كل جماعتي حريت كانفرنس په غير قانوني توګه نظر بند چيئرمېن مسرت عالم بټ د هند د زندان څخه خپل يو پيغام كښې وئيلي دي كشميريانو د تيرو 3 كلونو په مهال د فرقه پرست مودي حكومت ټول غير آئيني او سامراجي اقدامات رد كړي چې له امله ئې مقبوضه سيمه په زندان بدله كړې شوې ۔ده ووئيل دا ورځ د كشمير استحصال ورځې په توګه د لمانځلو مقصد مقبوضه سيمه كښې د انسانيت په ضد روانو سنګينو جرائمو څخه نړيواله ورورولي خبرول دي