افغان حكومت د ايمن الظواهري د مرګ په حقله د امريكې ادعا پلټنې كوي، سهيل شاهين

دوحه 04 اګست (اے پي پي) امارت اسلاميه افغانستان وئيلي دي افغان دولت د القاعده لارښود ايمن الظواهري د مرګ په حقله د امريكې ادعا پلټنې كوي،چې پكښې هغوې په يو ډرون بريد كښې القاعده لارښود ايمن الظواهري د وژلو ادعا كړې ده۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې ملګرو ملتونو كښې د طالبانو نمائنده سهيل شاهين څوك چې په دوحه كښې مېشته دے وئيلي دي افغان حكومت او …

دوحه 04 اګست (اے پي پي) امارت اسلاميه افغانستان وئيلي دي افغان دولت د القاعده لارښود ايمن الظواهري د مرګ په حقله د امريكې ادعا پلټنې كوي،چې پكښې هغوې په يو ډرون بريد كښې القاعده لارښود ايمن الظواهري د وژلو ادعا كړې ده۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې ملګرو ملتونو كښې د طالبانو نمائنده سهيل شاهين څوك چې په دوحه كښې مېشته دے وئيلي دي افغان حكومت او قيادت د دې خبرې څخه خبر نه ؤ د كومې چې ادعا شوې او نه داسې كوم ثبوت رامخې ته شوے۔ده ووئيل حكومت د دې ادعا پلټنې كوي دغسې چې معلومه شي چې په دې كښې څومره رښتيا دي او اصل حقائق څه دي ۔ سهيل شاهين ووئيل افغان حكومت په دوحه لوظنامه عمل كوي۔دا خبره دې ياده وي د تير اتوار په ورځ د امريكې ډرون بريد په اړه د طالبانو لارښودو تر ډير حده خاموشي اختيار كړې ده او هغوې تر اوسه په كابل كښې د الظواهري د موجودګۍ يا د مرګ تصديق نه دے كړے۔ د مصر سره تعلق لرونكے الظواهري، د 11 ستمبر 2001 په امريكې بريدونو كښې ككړ او د نړۍ تر ټولو زيات مطلوب ترهه ګرو كښې يو ؤ

مزید خبریں