وزيراعظم شهباز شريف سره د جاپان پارلمان د خارجه چارو نائب وزير وليدل

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف جاپان سره د پاكستان د پخوانو اړيكو په اهميت زور رواړلو سره د قدر وړ شراكتداري لا قوي كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلې دي په سوئيلي آسياء كښې تل پاتي امن ٬ سلامتيا او سوكالۍ لپاره د جمو و كشمير كشالې سوله ايز حل ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د جاپان پارلمان …

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف جاپان سره د پاكستان د پخوانو اړيكو په اهميت زور رواړلو سره د قدر وړ شراكتداري لا قوي كولو لپاره د عزم پخلي كولو سره وئيلې دي په سوئيلي آسياء كښې تل پاتي امن ٬ سلامتيا او سوكالۍ لپاره د جمو و كشمير كشالې سوله ايز حل ته اړتيا ده۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د جاپان پارلمان د خارجه چارو نائب وزير هونډا تارو سره كړې چا چې د شورو په ورځ دوي سره ملاقات كولو۔ دا خبره د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا په جاري بيان كښې شوې ۔ د ملاقات په مهال د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع هونډا تارو پاكستان كښې د سېلاب امله په شوي مالي او ځاني زيان د همدردۍ او غمرازۍ څرګندونه كولو سره د پاكستان او جاپان ترمېنځه مرسته زياتولو لپاره په ذاتي هلو ځلو د وزيراعظم مننه وكړه

مزید خبریں