سرينګر 03 اګست (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د کل جماعتي حريت کنفرنس مشرانو او د دوي نورو تنظيمونو وئيلي دي کشميريان د پنځم اګست كال 2019 د مودي فسطائي هندي سركار غېر قانوني اقدام مسترد كوي او دوې به خپلې د آزادۍ هلې ځلې په هر صورت منطقي انجام ته رسوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کل جماعتي حريت …
کشميريانو د پنځم اګست كال 2019 د مودي سركار غېر قانوني اقدام مسترد كړو

مزید خبریں
سرينګر 03 اګست (اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د کل جماعتي حريت کنفرنس مشرانو او د دوي نورو تنظيمونو وئيلي دي کشميريان د پنځم اګست كال 2019 د مودي فسطائي هندي سركار غېر قانوني اقدام مسترد كوي او دوې به خپلې د آزادۍ هلې ځلې په هر صورت منطقي انجام ته رسوي۔ د کشمير ميډيا سروس له مخې د کل جماعتي حريت کنفرنس مشر غلام محمد خان سوپوري د ګوند په يوه غونډه كښې د مودي حكومت د پنځم اګست كال 2019 د جمو و كشمير خاص حېثيت منسوخ كول كشميريانو سره د هند غداري او وعده خلافي ګرځولې۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې د نړۍ مجرمانه خاموشۍ له امله هند ته د دې ګام اخستو حوصله ترلاسه شوې كوم چې د نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو واضحه خلاف ورزي ده۔ دوي امن خوښ هندي اولس ته اپېل وكړو چې ھغوي د كشمير كشالې هواري او په جمو و كشمير كښې د هند پوځ لخوا روانې د بشري حقونونو خلاف ورزۍ بندولو له په هندي سركاري فشار واچوي۔ د کل جماعتي حريت کنفرنس آزاد کشمير څانګې سينئر لارښود محمد فاروق رحماني وئيلي دي جمو و کشمير د خپلې سياسي آزادۍ حق لپاره په غږ پورته كولو د تاريخ المناك رياست جوړ شوے٬ خو د دې هر څه باوجود خپل حق او تاريخي تشخص څخه لاس په سر كېدو ته چمتو نه دے۔ محمد فاروق رحماني خپل بيان كښې وئيلي دي د جمو و کشمير يو كروړ 30 لكه اولس ته د خپل سباون د پرېكړې حق ترلاسه دے او دوي چا ته هم د جمو و كشمير د متنازغه حېثيت بدلولو اجازه نشي وركولې۔ ده ووئيل د او ائې سي او د قامونو او رياستونو د عزت او د دې په بنيادي حقونو باور لروٶنكو ټولو مهذبه رياستونو له په پنځم اګست د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو د بشپړه ملاتړ پخلے كول پكار دي۔ ده ووئيل د آزادۍ مقدس مشن لپاره خپل ځانونه قربانوٶنكو ټولو كشمريانو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔ دغسې محمد فاروق رحماني د كشمير شخړې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې په حل كولو او كشميريانو ته د خپلواكۍ په ناقابل تنسيخ حق وركولو زور رواړے دے










