د امرېكې اېوان نمائندګان سپيكرې نينسي پيلوسي د تائيوان صدر سائے اِنګ وين سره ملاقات

بيجنګ 03 اګست (اے پي پي) د امريکې ايوان نمائندګان سپيکر نينسي پيلوسي پايه تخت تائپے كښې د تائيوان صدر سائے اِنګ وين سره ملاقات کړے ، هغه دا مهال د تائيوان په سرکاري دوره ده د كومې چې چين سخت مخالفت کوي۔د برتانيې نشرياتي ادارې له مخې د تائيوان صدر سائے اِنګ وين سره ملاقات كښې مېرمن پيلوسي ووئيل امريکا د تائيوان سره خپلي اړيكې نه ختموي۔دې ووئيل تائيوان د آزادۍ خوښو لپاره د اميد څيره ده او وګړو له به جمهوريت او آمريت كښې د يو انتخاب کول وي۔ د تائيوان صدر ووئيل تائيوان د امريکې د باور وړ ملګرے دے ۔د امريکې اعلي عهديدار دې څخه وړاندې د تائيوان ډپټي سپيکر سائے کائے چانګ سره هم ملاقات کړے دے ۔