كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو د اړخه د جمعې ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځلو اپيل

سرينګر 03 اګست (اے پي پي) په غير قانوني توګه د هند په قبضه كښې جمو او كشمير كښې كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو كشميريانو ته د 5 اګست ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځلو اپيل كړې دې دغسې ټولې نړۍ ته دا واضح پيغام ورګړې شي چې جمو او كشمير كښې د هند غير قانوني اقدامات به نه شي قبلولې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې كل جماعتي …

سرينګر 03 اګست (اے پي پي) په غير قانوني توګه د هند په قبضه كښې جمو او كشمير كښې كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو كشميريانو ته د 5 اګست ورځ د تورې ورځ په توګه لمانځلو اپيل كړې دې دغسې ټولې نړۍ ته دا واضح پيغام ورګړې شي چې جمو او كشمير كښې د هند غير قانوني اقدامات به نه شي قبلولې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې كل جماعتي حريت كانفرنس سينئر رهنماء مير واعظ عمر فاروق څوك چې د 4 اګست2019 راهسې پرله پسې په كور كښې نظربند دې ٬ په سرينګر كښې جاري شوې خپل يو بيان كښې وئيلي چې كشميريانو ته اپيل كوو چې 5 اګست د جمعې ورځ د تورې ورځ په توګه ولمانځي۔ده ووئيل كشميريان به د خپل خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د آزادۍ خپلي هلې ځلې رواني ساتي۔ده ووئيل هند د طاقت بے دريغه استعمال د لارې كشميريان د خپلې خپلواكۍ حق څخه نه شي منع كولې۔ 05 اګست 2019 د انسانيت دښمن نريندر مودي په قيادت كښې آر اېس اېس حمايت يافته فسطائي هندي حكومت د كشميريانو سياسي، سماجي، مذهبي او نور بنيادي حقوق سلب كولو سره جمو او كشمير په يو لوئ زندان كښې بدل كړې ؤ۔

مزید خبریں