نوې ډيلے 03 اګست (اے پي پي) كل جماعتي حريت كانفرنس په غير قانوني توګه نظربند سينئر رهنما او ډيموكريټك فريډم پارټي چيئرمېن شبير احمد شاه كشميريانو ته غږ كړې چې 5 اګست د تورې ورځ په توګه ولمانځي دغسې چې نړۍ ته دا قوي پيغام وركړې شي چې كشميريان په خپله خاوره د هند غير قانوني قبضه نه مني۔كشمير ميډيا سروس له مخې د مودي حكومت په 5 اګست …
شبير شاه د كشميريانو سره 5 اګست د تورې ورځ په توګه لمانځلو اپيل

مزید خبریں
نوې ډيلے 03 اګست (اے پي پي) كل جماعتي حريت كانفرنس په غير قانوني توګه نظربند سينئر رهنما او ډيموكريټك فريډم پارټي چيئرمېن شبير احمد شاه كشميريانو ته غږ كړې چې 5 اګست د تورې ورځ په توګه ولمانځي دغسې چې نړۍ ته دا قوي پيغام وركړې شي چې كشميريان په خپله خاوره د هند غير قانوني قبضه نه مني۔كشمير ميډيا سروس له مخې د مودي حكومت په 5 اګست 2019 مقبوضه جمو او كشمير خصوصي حيثيت منسوخ كولو سره په دوه يونين ټيريټريز كښې تقسيم كړې ؤ۔د نوې ډيلي بدنام زمانه تهاړ زندان كښې په غير قانوني توګه نظربند شبير شاه د زندان څخه جاري شوې يو پيغام كښې 5 اګست 2019 د هند د استعمار بدترين مثال ګرځولو سره وئيلي هند په دې ورځ د مقبوضه جمو او كشمير خصوصي حيثيت ختم كړې ؤ۔ده ووئيل د هند حكومت د انضمام هڅه نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د قراردادونو ښكاره خلاف ورزي ده۔










