فېصل آباد 02 اګست (اے پي پي)د مسلم ليګ (ن) لارښود مياں طاهر جميل وئيلي دي موجوده حكومت د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كولو لپاره هلې ځلې كوي او په دې لړ كښې په سفارتي كچه نړۍ د هند د ظلمونو نه خبرولو لپاره اقدامات روان دي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د هندي پوځ لخوا …
د استحصال ورځې لمانځلو مقصد د نړيوالو قواؤ پام په جمو و كشمير كښې د هند ظلم او بربريت پلو راګرځول دي۔ مياں طاهر جميل

مزید خبریں
فېصل آباد 02 اګست (اے پي پي)د مسلم ليګ (ن) لارښود مياں طاهر جميل وئيلي دي موجوده حكومت د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونو له مخې حل كولو لپاره هلې ځلې كوي او په دې لړ كښې په سفارتي كچه نړۍ د هند د ظلمونو نه خبرولو لپاره اقدامات روان دي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د هندي پوځ لخوا په جمو و كشمير د غاصبانه قبضې په ضد او د كشميري اولس سره د يوالي څرګندونې لپاره بېلا بېل پروګرامونه تابيا كړے شوي چې پكښې به په لويه شمېره وګړي ګډون كوي۔ ده ووئيل په پنځم اګست به په جمو و كشمير كښې د هندي پوځ د محاصرې 3 كاله بشپړېږي په دې مهال به پاكستانے قام مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونه كوي او د هند په ضد د استحصال ورځې لمانځلو مقصد د نړيوالو قواؤ پام په جمو و كشمير كښې هندي ظلم او بربريت پلو راګرځول دي۔ ده ووئيل مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې او د هندي حكومت لخوا د جمو و كشمير آئيني حيثيت بدلولو بشپړه غندنې لپاره به د استحصال ورځ په قامي ولوله او جذبه لمانځلو سره قام ثابتوي چې ھغوي هره لمحه خپلو كشميريانو وروڼو سره ولاړ دي







