ميرواعظ كشميريانو ته د جمعې ورځ د تورې ورځې په توګه د لمانځلو غږ وكړو

سرينګر 02 اګست (اے پي پي)د هند په غېر قانوني تسلط جمو كشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښود ميرواعظ عمر فاروق كشميري اولس ته غږ كړے چې هغوي د اګست 5مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو سره نړۍ ته دا ښكاره پیغام وركړي چې كشميريان په مورني هېواد د هند غېر قانوني اقدامات نه قبلوي٬د كشمير مېډيا سروس له مخې مير واعظ عمر فاروق څوك …

سرينګر 02 اګست (اے پي پي)د هند په غېر قانوني تسلط جمو كشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښود ميرواعظ عمر فاروق كشميري اولس ته غږ كړے چې هغوي د اګست 5مه نېټه د تورې ورځې په توګه د لمانځلو سره نړۍ ته دا ښكاره پیغام وركړي چې كشميريان په مورني هېواد د هند غېر قانوني اقدامات نه قبلوي٬د كشمير مېډيا سروس له مخې مير واعظ عمر فاروق څوك چې د اګست 4مې نېټې كال 2019 څخه پرله پسې په كور نظر بند دےپه سرينګر كښې په جاري يو بيان كښې وئېلي دي كشميريان به د خپل حق خود اراديت تر ترلاسه كولو د خپلې آزادۍ هلې ځلې روانې ساتي٬هند د وحشيانه طاقت كارولو د لارې كشميريان د خپل حق ترلاسه كولو څخه منع كولې نه شي۔ده په ټوله نړۍ كښې په مېشته كشميريانو زور راوړو چې هغوي د جمعې په ورځ د هندي جارحيت په ضد احتجاجي مظاهرې وكړي او د نړۍ پام د هند غېر قانوني تسلط جمو كشمير بې ګناه اولس پلو راوګرځوي

مزید خبریں