ماسکو 02 اګست (اے پي پي) د روسيه حکومت د برتانيې په 39 وګړو خپل هېواد ته په داخلېدو بندېز لګولے دے ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ خارجه وزارت اعلان كړے چې د روسيه وګړو په ضد د بندېزونو په ځواب كښې د برتانيې په 39 وګړو روسيه ته په داخلېدو بندېز لګولے شوے ۔ وزارت ووئيل د برتانيې په بليك لسټ وګړو كښې د پخواني وزريراعظم …
روسيه٬ د برتانيې په 39 وګړو سفري بنديزونه ولګول

مزید خبریں
ماسکو 02 اګست (اے پي پي) د روسيه حکومت د برتانيې په 39 وګړو خپل هېواد ته په داخلېدو بندېز لګولے دے ۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخئ خارجه وزارت اعلان كړے چې د روسيه وګړو په ضد د بندېزونو په ځواب كښې د برتانيې په 39 وګړو روسيه ته په داخلېدو بندېز لګولے شوے ۔ وزارت ووئيل د برتانيې په بليك لسټ وګړو كښې د پخواني وزريراعظم ډېوډ کيمرون پشمول سياست مدار٬ خبريالان او كاروباري كسان شامل دي ځكه چې دوي د لندن مخاصمانه پاليسو ته وده وركوي چې مقصد ئې په نړيواله كچه روسيه تنها كول دي۔ د روسيه حكومت واضح كړې چې مونږ د برتانيې په نورو غړو بنديزونه لګولې شو ځكه چې د برتانيې حكومت د روسيه مخالف بنديزونه جاري ساتلې دي










