د القاعده مشر اېمن الظواهريپهډرون بريد كښې ووژلے شو۔ جوبائيډن

واشنګټن 02اګست (اے پي پي)د امريکې صدر جوبائيډن وئيلي دي د القاعده مشر اېمن الظواهري پهډرون بريد كښې وژلے شوے ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې صدر جوبائيډن د ګل په ورځ ماښام اعلان كړے چې د القاعده مشر اېمن الظواهري د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په امريكائي ډورن كښې وژلے شوے۔ ده د سپېنې ماڼۍ بليو روم بالكوني څخه نېغ په نېغه ريماركس كښې ووئيل …

واشنګټن 02اګست (اے پي پي)د امريکې صدر جوبائيډن وئيلي دي د القاعده مشر اېمن الظواهري پهډرون بريد كښې وژلے شوے ۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې صدر جوبائيډن د ګل په ورځ ماښام اعلان كړے چې د القاعده مشر اېمن الظواهري د افغانستان په پايه تخت كابل كښې په امريكائي ډورن كښې وژلے شوے۔ ده د سپېنې ماڼۍ بليو روم بالكوني څخه نېغ په نېغه ريماركس كښې ووئيل ما د يو درست بريد اجازه وركړې كوم به چې روانه ترهګري ختمه كړي٬ په بريد كښې يو افغان وګړي ته زيان نه دے رسېدلے۔ ده ووئيل په اېمن الظواهري ډرون بريد د افغانستان وخت مطابق د جولائي په 31مه نيټه سهار 6:18 بجې شوے٬ په ډرون بريد كښې دوه ميزائل كارولي شوي۔ د امريکې انتظاميه له مخئ اېمن الظواهري د خپلې كورنۍ سره د كابل په سېف هاٶس كښئ موجود ٶ٬د اېمن الظواهري وژلے كېدو نه پس د ھغه د كورنۍ كسان د كور نه وېستلے شوي۔ جو بائيډن ووئيل اېمن الظواهري د نائن الېون بريدونو په منصوبه بندۍ كښې ككړ ٶ٬ د امريكې انتظاميې له مخئ استخباراتي ادارو د اپرېل مياست نه په اېمن الظواهري نظر ساتلے ٶ او د صدر د اجازې نه پس ھغه په نخښه كړے شوے٬ افغان حكومت ته د دې بريد علم نه ٶ

مزید خبریں