كوئټه 01 اګست (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ غړي مير سليم كهوسه وئېلي دي چې مقبوضه جمو كشمير د څو كلونو څخه په غېر قانوني توګه د هندي پوځ په محاصره كښې دې٬ په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو لړۍ روانه ده٬م ودي سركار د اګست 5مه نېټه كال 2019م د مقبوضه جمو كشمير قانوني حېثيت بدلولو سره په كشميريانو ظلم او ستم …
مقبوضه جمو كشمير د څو كلونو څخه په غېر قانوني توګه د هندي پوځ په محاصره كښې دې٬ په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو لړۍ روانه ده۔د صوبائي اسمبلۍ غړي مير سليم كهوسه اے پي پي سره خبرې

مزید خبریں
كوئټه 01 اګست (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ غړي مير سليم كهوسه وئېلي دي چې مقبوضه جمو كشمير د څو كلونو څخه په غېر قانوني توګه د هندي پوځ په محاصره كښې دې٬ په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو لړۍ روانه ده٬م ودي سركار د اګست 5مه نېټه كال 2019م د مقبوضه جمو كشمير قانوني حېثيت بدلولو سره په كشميريانو ظلم او ستم كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د استحصال ورځې په لړ كښې اے پي پي سره په خبرو كښې وكړه۔ د صوبائي اسمبلۍ غړي مير سليم كهوسه وئېلي دي چې د متنازع سيمې جغرافيائي حېثيت بدلول د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ده ووئيل چې په مقبوضه جمو كشمير كښې د هندي ځواكونو دلاسه د يو لك نه زيات كشميريانو قربانۍ وركړې دي كومې چې د بشري حقونو تنظيمونو لپاره هم سواليه نشان دے۔ده ووئيل چې د نړيوالې ورورولۍ اخلاقي ذمه واري ده چې هغوي د كشميريانو بشري او سياسي حقوق لپاره غږ پورته كړي۔ده ووئيل چې پاكستان تل د كشميري اولس سره د يو والي او د هغوي د خپلواكۍ حق سره ولاړ دے٬د بلوچستان اولس د خپلو كشميريانو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دي







