ميرپور 30 جولائي (اے پي پي) د آزاد جمو كشمير پخواني باني صدر غازي ملت سردار محمد ابراهيم خان د 19مې كلنې كليزې د دعاګانو دستوره د ضلعيې انتظاميې تر سيوري لاندې د ډپټي كمشنر آفس كمېټۍ روم كښې په عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه۔ په دې موقع د غازي ملت بخښنې لپاره قرآن خواني وكړې شوه۔ د كليزې دعاګانو په دستوره كښې آفيسر مال راجه اياز احمد خان٬تحصيلدار …
د آزاد جمو كشمير پخواني باني صدر غازي ملت سردار محمد ابراهيم خان 19مه كليزه دعاګانو سره ولمانځل وشوه

مزید خبریں
ميرپور 30 جولائي (اے پي پي) د آزاد جمو كشمير پخواني باني صدر غازي ملت سردار محمد ابراهيم خان د 19مې كلنې كليزې د دعاګانو دستوره د ضلعيې انتظاميې تر سيوري لاندې د ډپټي كمشنر آفس كمېټۍ روم كښې په عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه۔ په دې موقع د غازي ملت بخښنې لپاره قرآن خواني وكړې شوه۔ د كليزې دعاګانو په دستوره كښې آفيسر مال راجه اياز احمد خان٬تحصيلدار كليم عباس شاه٬انفارمېشن آفيسر محمد جاوېد ملك٬نائب تحصيلدار راجه شكيل٬اېډمن آفيسر چوهدري طارق محمود٬ميونسبل كارپورېشن٬د ريونيو محكمې او نورو محكمو ملازمينو ګډون كولو۔د كليزې دستورې ته د وېنا كولو په مهال ډپټي كمشنر چوهدري امجد اقبال ووئيل چې د آزاد كشمير باني صدر غازي ملت بېرسټر سردار محمد ابراهيم خان د كشميري قيادت سره په ګډه د كشمير آزادۍ تحريك لپاره منظم هلې ځلې كړي چې په نتيجه كښې يې د آزاد كشمير دا منطقه د دوه ډلو څخه آزاده كړه۔د پاكستان جوړوېدو نه وړاندې د هغه په استوګنه قرارداد الحاق پاكستان منظور شو۔د آزاد منطقې حكومت جوړېدو نه پس هغه د آزاد كشمير وړومبې صدر جوړ شو۔د آزاد كشمير صدر او د سياستدان په توګه هغه د كشمير آزاد تحريك كاميابۍ لپاره د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړه۔د هغه ټول ژوند د آزادۍ تحريك لپاره په هلو ځلو كښې تېر شو هغه يو بااصول سياستدان او د كشميريانو درد لرونكې ليډر وو۔د غازي ملت سردار محمد ابراهيم خان خذمات ته چې څومره هم پېرزوينې وړاندې كړی شي كمې دي۔په دې موقع د غازي ملت سردار محمد ابراهيم خان٬د كشمير آزادۍ تحريك شهيدانو٬غازيانو٬د پاكستان وسله والو ځواكونو٬د مقبوضه كشمير آزادۍ٬د پاكستان استحكام٬دفاع او اسلامي نړۍ لپاره دعاګانې وكړی شو۔







