خېبر پښتونخوا كښې د تيرو درې ورځو په مهال د بارانونو او سيلاب له امله درې كسان مړه ، 7 ژوبل شوې۔ پي ډي اېم اے

پېښور 25 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د تيرو درې ورځو په مهال بارانونو او سيلاب په نتيجه كښې درې كسان مړه او 7 ژوبل شوې دي،ټوله صوبه كښې 221 كورونو ته زيان رسيدلې دغسې 102 كورونه په بشپړه توګه ختم شوې۔ پي ډي اېم اے له مخې باجوړ،خېبر ،کرم ،ډي آئي خان او کوهستان اپر ځپليو له د مرستې سامان وركړې شوې ٬ اے سي شاہ عالم …

پېښور 25 جولائي (اے پي پي) خېبر پښتونخوا كښې د تيرو درې ورځو په مهال بارانونو او سيلاب په نتيجه كښې درې كسان مړه او 7 ژوبل شوې دي،ټوله صوبه كښې 221 كورونو ته زيان رسيدلې دغسې 102 كورونه په بشپړه توګه ختم شوې۔ پي ډي اېم اے له مخې باجوړ،خېبر ،کرم ،ډي آئي خان او کوهستان اپر ځپليو له د مرستې سامان وركړې شوې ٬ اے سي شاہ عالم ،اے ډي سي ريليف، محکمه آبپاشي نمائندګانو، ريسکيو 1122، ټي ايم اے، لوکل ګورنمنټ، پوليس او ريونيو فيلډ عملې ځئې ته رسيدلې۔ټي اېم اے عمله، ريونيو فيلډ سټاف او ريسکيو ډلي د اړوندي مشينرۍ سره شاہ عالم كښې تعينات دي دغسې ډي آئي خان كښې ضلعي انتظاميې ريونيو فيلډ سټاف، محکمې آبپاشي او ريسکيو 1122 صورتحال مخنيوي لپاره مشينرۍ سره په موقع موجود دې، ډي آئي خان كښې ضلعي انتظاميې او اړوندي محکمې د مرستې هلو ځلو كښې بوښت دي ،ضلعي انتظاميې د اړخه جي ايچ اېس اېس رامك كښې فلډ ريليف سينټر او ځپليو لپاره د مرستې سامان او خوراك انتظام کړې دې