پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د رېسكيو 1122 ډائرېكټر جنرل ډاكټر خطير احمد وئيلي دي چې د ادارې ډلې پله پسې د كابل درياب د اوبو څارنه كوي، د رېسكيو 1122 ډلو د بېله مهمند څخه 225 كسان رايستلي دي، مېرمنې او ماشومان د كشتو د لارې محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوي دي. تېره ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د رېسكيو ډلو مچني سره …
د كابل درياب مانېټرنګ كېږي، د رېسكيو 1122 ډلو د بېله مهمند څخه 225 كسان رايستلي دي. ډي جي ډاكټر خطير احمد
پېښور 25 جولائي (اے پي پي) د رېسكيو 1122 ډائرېكټر جنرل ډاكټر خطير احمد وئيلي دي چې د ادارې ډلې پله پسې د كابل درياب د اوبو څارنه كوي، د رېسكيو 1122 ډلو د بېله مهمند څخه 225 كسان رايستلي دي، مېرمنې او ماشومان د كشتو د لارې محفوظ ځايونو ته منتقل كړې شوي دي. تېره ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د رېسكيو ډلو مچني سره نزدې په بېله مهمندان او وزير كلي متهرا كښې د مرستې كېمپونه لګولي دي چې مقصد ئې د بېړني صورتحال په مكمل په وخت خدمت كول دي. په دې كېمپونو كښې كشتۍ، اېمبولېنسز او اهلكار موجود دي.








