كوئټه 25 جولائي (اے پي پي) د پي ډي اېم اے وياند وئيلي دي چې په بلوچستان كښې په طوفاني بارانونو كښې ګڼ شمېر كسان په حق رسېدلي او د زرګونو په شمېر كورونه تباه شوې. د بلوچستان پي ډي اېم اے وياند وئيلي دي چې په باران كښې د مړو كسانو شمېره 102 ته رسېدلې. ده ووئيل چې په اوسنيو بارانونو كښې درې زره كورونه تباه شوي او په …
په بلوچستان كښې په طوفاني بارانونو كښې ګڼ شمېر كسان په حق رسېدلي او د زرګونو په شمېر كورونه تباه شوې. د پي ډي اېم اے وياند
كوئټه 25 جولائي (اے پي پي) د پي ډي اېم اے وياند وئيلي دي چې په بلوچستان كښې په طوفاني بارانونو كښې ګڼ شمېر كسان په حق رسېدلي او د زرګونو په شمېر كورونه تباه شوې. د بلوچستان پي ډي اېم اے وياند وئيلي دي چې په باران كښې د مړو كسانو شمېره 102 ته رسېدلې. ده ووئيل چې په اوسنيو بارانونو كښې درې زره كورونه تباه شوي او په 550 كلوميټره 9 لوئې لارې تباه شوې دي. په سېلاب كښې 9 پلونه، 21 ټيوب وېلونه او 16 بندونه تباه شوي دي. وياند ووئيل چې يو لك 97 زره 930 اېكړه زمكې ته زيان رسېدلې او په صوبه كښې د 78910 زده كوونكو تعليم هم ځپلې شوې. ده ووئيل چې په مړو كسانو كښې 32 ماشومان او 28 مېرمنې شاملې دي او په مرګونو كښې د اضافې اندېښنه ده. وياند ووئيل چې په ټول بلوچستان كښې دفعه 144 نافذ كولو سره 20 ضلعې آفت ځپلې ګرځولې شوې دي. ده ووئيل چې صوبائي حكوم ځپليو سره د 10 لكه روپې د مرستې اعلان او د وفاق څخه د 50 اربه روپو غوښتنه كړې ده








