د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې په اوسنيو بارانونو كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې

پېښور 24 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د چترال، كوهستان او ډېره اسماعيل خان پشمول د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې په اوسنيو بارانونو كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې او ځپليو كورنيو سره ئې غمرازي كړې. وزيراعلٰی په پېښو كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه كړې. …

پېښور 24 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان د چترال، كوهستان او ډېره اسماعيل خان پشمول د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې په اوسنيو بارانونو كښې په ځاني او مالي زيان خواشيني ښودلې او ځپليو كورنيو سره ئې غمرازي كړې. وزيراعلٰی په پېښو كښې د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره غمرازي كړې او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه كړې. ده باور وركړے چې صوبائي حكومت به سېلاب ځپلي يوازې نه پرېږدي او دوي سره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي. وزيراعلٰی بارانونه په نظر كښې ساتلو سره د ټولې صوبې انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو هدايت هم كړے.