كوئټه 22 جولائي (اے پي پي) په بلوچستان كښې په طوفاني بارانونو كښې نور 9 كسان په حق رسېدلي دي او دې سره په د حق رسېدليو كسانو ټوله شمېره 99 ته رسېدلې ده . پي ډي اېم اے د بارانونو د زيان رپورټ جاري كړے. د پي ډي اېم اے وياند له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په بارانونو كښې 9 كسان مړه شوي او په بارانونو …
په بلوچستان كښې د طوفاني بارانونو په نتيجه كښې د حق رسېدليو كسانو شمېره 99 ته رسېدلې. پي ډي اېم اے
كوئټه 22 جولائي (اے پي پي) په بلوچستان كښې په طوفاني بارانونو كښې نور 9 كسان په حق رسېدلي دي او دې سره په د حق رسېدليو كسانو ټوله شمېره 99 ته رسېدلې ده . پي ډي اېم اے د بارانونو د زيان رپورټ جاري كړے. د پي ډي اېم اے وياند له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په بارانونو كښې 9 كسان مړه شوي او په بارانونو كښې د حق رسېدليو كسانو ټوله شمېره 99 ته رسېدلې. د پي ډي اېم اے له مخې په حق رسېدليو كښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي. تر اوسه 39 سړي، 28 مېرمنې او 32 ماشومان په حق رسېدلي دي. په بارانونو كښېې 57 كسان ژوبل شوي هم دي. د پي ډي اېم اے په رپورټ كښې وئيلي شوي په بارانونو كښې په مجموعي توګه په ټوله صوبه كښې 3953 كورونه تباه شوي، 550 كلوميټره باندې څلورو لويو لارو ته زيان رسېدلے او 706 څاروي مړه شوي دي.








