پنجګور دې آفت ځپلې وګرځول شي او د بارانونو د زيان ازاله دې وكړې شي. رحمت صالح بلوچ

كوئټه 20 جولائي (اے پي پي﴾ د نېشنل پارټۍ صوبائي صدر او د روغتيا پخواني وزير رحمت صالح بلوچ سېلاب ځپليو سره د همدردۍ او يووالي څرګندونې لپاره د ګوند پلاوي سره يو ځائ د پنجګور د بېلا بېلو سيمو دوره وكړه او د ځپليو د زيان جاج ئې واخستو. په دې موقع د روغتيا پخواني وزير رحمت صالح بلوچ د بلوچستان حكومت څخه غوښتنه وكړه چې په سمدستي توګه …

كوئټه 20 جولائي (اے پي پي﴾ د نېشنل پارټۍ صوبائي صدر او د روغتيا پخواني وزير رحمت صالح بلوچ سېلاب ځپليو سره د همدردۍ او يووالي څرګندونې لپاره د ګوند پلاوي سره يو ځائ د پنجګور د بېلا بېلو سيمو دوره وكړه او د ځپليو د زيان جاج ئې واخستو. په دې موقع د روغتيا پخواني وزير رحمت صالح بلوچ د بلوچستان حكومت څخه غوښتنه وكړه چې په سمدستي توګه دې د زيان جاج واخلي او د مرستې چارې دې پېل كړي. ده ووئيل چې پنجګور دې آفت ځپلې وګرځول شي او د بارانونو د زيان ازاله دې وكړې شي.