پیښور 19 جولائي (اے پي پي)خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د 34 زره استاذانو او 700 ډاكټرانو مستقلۍ پشمول شانګله كښې د نوي پوهنتون جوړولو بل وړاندې كړے شوے٬صوبائي اسمبلۍ د ماحوليات په اړه بل په متفقه توګه منظور كړے ٬ دغسې د اسمبلۍ په غونډه كښې صوبائي وزير شهرام تركئي د 34 زره 296 استاذانو د مستقلۍ بل هم وړاندې كړے ٬ دا استاذان د كال 2018 نه تر 2020 په …
خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې په پلاسټك بندېز لګولو لپاره په قانون كښې د لا بدلون بل منظور كړے شو
پیښور 19 جولائي (اے پي پي)خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د 34 زره استاذانو او 700 ډاكټرانو مستقلۍ پشمول شانګله كښې د نوي پوهنتون جوړولو بل وړاندې كړے شوے٬صوبائي اسمبلۍ د ماحوليات په اړه بل په متفقه توګه منظور كړے ٬ دغسې د اسمبلۍ په غونډه كښې صوبائي وزير شهرام تركئي د 34 زره 296 استاذانو د مستقلۍ بل هم وړاندې كړے ٬ دا استاذان د كال 2018 نه تر 2020 په مهال بهرتي شوي وو ٬ په دې كښې پي اېس ټي٬سي ټي٬ټي ټي٬اېس اېس ټي او د نور نوعيت استاذان شامل دي٬د بل له مخې د دې استاذانو سينيارټي د كال 2018 څخه په ځاې ساتلې شوې خو دې استاذانو ته به پنشن نه وركړے كېږي٬دې استاذانو ته به د خېبرپښتونخوا حكومت 2022 كښې د منظور شوي قانون له مخې كنټري بيوټري فنډ له مخې پنشن وركرؤ كېږي۔ دغسې صوبائي اسمبلۍ كښې د روغتيا وزير تيمور سليم جهګړا هم د 700 ډاكټرانو د مستقلۍ بل وړاندې كړے ٬ دا ډاكټران په كال 2020 او 21 په مهال بهرتي شوي وو او دا ډاكټران به هم د كنټري بيوټري فنډ له مخې مستقل كولې شي٬د صوبائي وزيرانو له مخې دا بلونه وړاندې شوي او د روانې غونډې په مهال هيله ده چې دا به منظور كړے شي٬د اسمبلۍ په غونډه كښې د اعلٰی تعليم وزير كامران بنګش په شانګله كښې د نوي پوهنتون جوړولو بل وړاندې كړے ٬ كه دا بل منظور كېږي نو دې نه پس به په صوبه كښې د پوهنتونو شمېره 32 ته ورسي۔اسمبلۍ ته په صوبه كښې د پلاسټك په استعمال د بندېز لګولو لپاره په قانون كښې د لا بدلون منظوري له د ماحوليات صوبائي وزير اشتياق ارمړ د خېبرپښتونخوا ماحولياتي تحفظ(بدلون)بل مجريه 2022 هم منظورۍ لپاره وړاندې كړے ٬د ترميمي بل له مخې په خېبرپښتونخوا كښې د پلاسټك بيګز او مصنوعات په 6 مياشتو كښې دننه د ختمولو پريكړه شوې۔انوائرمينټل پروډكشن ايكټ 2014 كښې د بدلون د لارې په قانون كښې لا سختي راوستلې شوې ٬د پلاسټك بيګز په اخستو ٬ خرڅولو٬استعمال او په سپلائي له بشپړ بندېز وي٬د بل له مخې هول سيل ډيلرز او پلاسټك بيګز جوړونكو ته په شپږو مياشتو كښې دننه د دې تلف كولو حكم وركړے شوے او د عملدرآمد نه كولو په صورت به اړوندو كسانو ته د يوې مياشت قيد سزا وركولې شي او په قانون عمل نه كوونكي به جرمانه كولې شي ۔











