افغانستان٬ د سېلاب له امله 39 كسان مړه او 14 ټپيان شول

کابل 14 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي افغانستان كښې د سېلاب له امله د هېواد په ختيز٬ سوئيلي٬ سوئيلي ختيز او مېنځنو سيمو كښې د سېلاب صورتحال رامخې ته دے چې پكښې تراوسه 39 كسان مړه او 14 ټپيان شوي۔ د سوريه خبر رسنې ادارې له مخې بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو (يو اېن او سي اېچ اے) رپورټ په حواله ووئيل افغانستان كښې د جولائي …

کابل 14 جولائي (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي افغانستان كښې د سېلاب له امله د هېواد په ختيز٬ سوئيلي٬ سوئيلي ختيز او مېنځنو سيمو كښې د سېلاب صورتحال رامخې ته دے چې پكښې تراوسه 39 كسان مړه او 14 ټپيان شوي۔ د سوريه خبر رسنې ادارې له مخې بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو (يو اېن او سي اېچ اے) رپورټ په حواله ووئيل افغانستان كښې د جولائي 5مې نيټې نه تر اوسه د سېلاب له امله په اروزګان كښې 20، غزني كښې 6، نورستان كښې 7، پکتيا كښې 3 او زابل كښې 3 كسان مړه شوي چې پكښې 9 كوچنيان هم شامل دي۔ د يادونې وړ ده د دې نه وړاندې د جون په پائي كښې په افغانستان كښې د شوو بارانونو له ماله 19 كسان مړه شوي وٶ

مزید خبریں