پیښور 07 جولائي (اے پي پي)د پېښور تاجر ورورولۍ بزنس كميونټۍ لخوا د افغانستان زلزله ځپليو لپاره د مرستې رېليف پیكج لېږلے شوے ٬ كوم چې د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو ترمينځه د اړيكو لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه ده٬ د خېرسګالۍ دا جذبه به كمېدو ته پرې نه ږدو۔د دې خيالاتو څرګندونه د سوداګرو مركزي تنظيم صدر ملك مهر الهي٬د ايكسپورټرز اېسوسي اېشن كمرشل ګروپ ليډر مامور …
د افغانستان زلزله ځپليو وروڼو خوئېندو هر ممكن مرسته پكار ده۔ د پیښور تاجران

مزید خبریں
پیښور 07 جولائي (اے پي پي)د پېښور تاجر ورورولۍ بزنس كميونټۍ لخوا د افغانستان زلزله ځپليو لپاره د مرستې رېليف پیكج لېږلے شوے ٬ كوم چې د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو ترمينځه د اړيكو لا قوي كولو لپاره د عزم څرګندونه ده٬ د خېرسګالۍ دا جذبه به كمېدو ته پرې نه ږدو۔د دې خيالاتو څرګندونه د سوداګرو مركزي تنظيم صدر ملك مهر الهي٬د ايكسپورټرز اېسوسي اېشن كمرشل ګروپ ليډر مامور خان او د مومند چيمبر صدر سجاد علي په خپل شريك بيان كښې كړی۔ دو وئېلي دي سارك چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري٬د فېډرېشن آف پاكستان چيمبرز آف كامرس او د هېواد بزنس كميونټۍ د سارك چيمبر نائب صدر حاجي غلا علي په مشرۍ كښې د اخلاص څرګندونه كولو سره د افغانستان زلزله ځپليو كورنيو لپاره د خوراك څيزونه او د داروګانو پشمول د ضروري سامان ډك ټركونه رسولي دي ۔د دوي وېنا ده چې په موجوده صورتحال كښې د افغانستان زلزله ځپليو وروڼو خوئېندو هر ممكن مرسته پكار ده ځكه چې د انسانيت ژوندې پاتې كېدو او د لوي څښتن رضا لپاره د دې نه ښه موقع بله نشي كېدې۔











