د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير اغا حسن بلوچ په نوشكي كښې د باران ځپليو سيمو دوره٬اړوندو چارواكو ته د زيان تفصيلي رپورټ وړاندې كولو هدايت

كوئټه 07 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان نېشنل پارټۍ د اطلاعات سېكرټري او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير آغا حسن بلوچ په نوشكي كښې د باران له امله د ځپليو سيمو دوره كړې ۔په دې موقع د هغه سره د ګوند مركزي ايګزېكټو كمېټۍ غړي مير خورشيد احمد جمالديني٬د كوئټه بي اېن پي مشراسد سفير شاهواني او د نوشكي بي اېن پي ضلعي عهديدار رمضان بلوچ او نور مشران …

كوئټه 07 جولائي (اے پي پي)د بلوچستان نېشنل پارټۍ د اطلاعات سېكرټري او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير آغا حسن بلوچ په نوشكي كښې د باران له امله د ځپليو سيمو دوره كړې ۔په دې موقع د هغه سره د ګوند مركزي ايګزېكټو كمېټۍ غړي مير خورشيد احمد جمالديني٬د كوئټه بي اېن پي مشراسد سفير شاهواني او د نوشكي بي اېن پي ضلعي عهديدار رمضان بلوچ او نور مشران موجود وو۔د جوركين نه د بي اېن پي نوې ټاكلي كونسلر احمد جمالديني په وېنا وفاقي وزير آغا حسن بلوچ د ځپليو سيمو دوره وكړه۔د جوركين هائي سكول ته په رسېدو هيډ ماسټر بشير احمد د وفاقي وزير او نورو خاص مېلمنو هركلے وكړو۔ده د طوفان له امله د سكول لوېدلو ديوالونو معائنه وكړه او د واټر ټينك او سولر پيلټس ماتېدو په اړه خبر كړے شو ۔وفاقي وزير د نوشكي ډپټي كمشنر خالد خرم ته په سمدستي توګه د ټولو محكمو ضلعي مشران رابللو او هغوي ته د ځپلو سيمو دورو كولو او د زيان تفصيلي رپورټ وړاندې كولو هم هدايت وكړو دغسې چې په سمدستي توګه د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي څخه ځپليو ته مرسته ترلاسه شي۔وفاقي وزير ځپليو كسانو ته باور ورګړو چې ډېر زر به د څښلو اوبو سكيم فعاله شي او د نور زيان ازالې له به هر ممكنه هڅه كولې شي ځكه چې اولس ته بنيادي رېليف وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده۔په دې موقع هېډ ماسټر بشير احمد د سكول لپاره د سامان په اعلان د وفاقي وزير مننه وكړه

مزید خبریں