په بلوچستان كښې د پشكال بارانونو له امله 48 كسان مړه او 241 كورونه رالوېدلې دي ۔د پي ډي اېم رپورټ

كوئټه 07 جولائي (اے پي پي)د بلوجستان د پروونشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي محكمې(پي ډي اېم اے)په صوبه كښې د مون سون بارانونو له امله تراوسه د شوي زيان په اړه رپورټ جاري كړے۔د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې بلوچستان كښې پشكال بارانونو تباهي كړې۔د اوسنو طوفاني بارانونو له امله د جون 13مې نېټې څخه تراوسه په بېلو پیښو كښې 16 مېرمنې او د 13 ماشومانو پشمول 48 كسان …

كوئټه 07 جولائي (اے پي پي)د بلوجستان د پروونشل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي محكمې(پي ډي اېم اے)په صوبه كښې د مون سون بارانونو له امله تراوسه د شوي زيان په اړه رپورټ جاري كړے۔د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې بلوچستان كښې پشكال بارانونو تباهي كړې۔د اوسنو طوفاني بارانونو له امله د جون 13مې نېټې څخه تراوسه په بېلو پیښو كښې 16 مېرمنې او د 13 ماشومانو پشمول 48 كسان په حق رسېدلي۔ رپورټ له مخې د بارانونو له امله په بولان٬كوئټه٬ژوب٬دكي٬خصدار٬كوهلو كښې زيان شوے٬ د دې نه علاوه كيچ٬مستونګ٬هرنائي قلعه سېف الله او سبي كښې هم مرګونه شوي۔د پي ډي اېم رپورټ له مخې په مجموعي توګه په ټوله صوبه كښې 241 كورونه راپريوتې۔د تېرو 24 ساعتو په مهال په سېلاب كښې نور 16 كسان مړه شوي او د درېو ورځو په مهال دا شمېره 33 ته رسېدلې ۔په چمن كښې د ديوال رالوېدو له امله د دوه ماشومانو پشمول 3 كسه مړه او د ژوب په قمرالدين كاريز كښې دوه كسان په سېلاب كښې لاهو شوي دي ٬ په قلعه سېف الله كښې په سېلاب كښې مېرمن او د ماشومانو پشمول 4 كسه مړه شوي۔په نوشكي خوړ كښې يو ماشوم مړ٬د لورالائي سيمې په پټهان كوټ كښې په سېلاب كښې د مېرمن پشمول درې كسه مړه شوي دغسې په كيچ كښې درې ماشومان او مستونګ كښې د دوو مېرمنو سره په كچهي كښې دوه كان كيندونكي هم مړه شوي دي

مزید خبریں