د انګلېنډ او سوئيلي افريقې د مېرمنو لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ون ډے به د جولائي په 11مه نيټه كېږي

لندن 07 جولائي (اے پي پي) د انګلېنډ او سوئيلي افريقې مېرمنو لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ون ډے به د جولائي 11مه نيټه په نارتھمپټن كښې په کائونټي ګرائونډ كښې كېږي٬ په سېريز كښې به درې ون ډے مېچونه كېږي٬ د دې نه وړاندې يواځنے څلور ورځنے ټېسټ مېچ ډرا شوے۔ د يادونې وړ ده د سوئېلي افريقې د كركټ لوبډله دا مهال د انګلېنډ په دوره ده٬ دوېمه ون ډے به په 15مه او آخري ون ډے به د جولائي په 18مه نيټه كېږي ٬ د دې نه پس به د ټي ټونټي مېچونو سېريز د جولائي 21مې نيټې څخه په چېلمسفورډ كښې پېل كېږي۔