واشنګټن 07 جولائي (اے پي پي) د امريكې په ګڼ شمېر ايالتونو كښې د جولائي په وړومبې اونې كښې د ګن وائلنس په پېښو كښې اضافه شوې ده او پكښې 220 كسان مړه او 570 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې په امريكا كښې د جولائي د وړومبې نېټې نه د جولائي تر 4مه نېټه د ډزو د 500 نه زياتې پېښې رامېنځ ته شوې دي. يوازې 5 …
په امريكائي ايالتونو كښې زياتېدونكې ګن وائلنس، د جولائي په وړومبې اونې كښې 220 كسان مړه او 570 ژوبل شوي
واشنګټن 07 جولائي (اے پي پي) د امريكې په ګڼ شمېر ايالتونو كښې د جولائي په وړومبې اونې كښې د ګن وائلنس په پېښو كښې اضافه شوې ده او پكښې 220 كسان مړه او 570 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې په امريكا كښې د جولائي د وړومبې نېټې نه د جولائي تر 4مه نېټه د ډزو د 500 نه زياتې پېښې رامېنځ ته شوې دي. يوازې 5 ايالتونو داسې دي چرته چې د ډزو د كومې پېښې اطلاع نه ده راغلې. د شمېرو له مخې په امريكا كښې د روان كال د پېل كېدو نه تر اوسه د ډزو لوئې 315 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې 22 زره 500 كسان مړه شوي دي.په پېښو كښې هم دومره كسان ژوبل شوي هم دي.












