جكارته 07 جولائي (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د خرابو موسمي حالاتو په وجه د بحري بېړې ډوبېدو په پېښه كښې 11 كسان بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې دا پېښه د انډونېزيا د پاپوا ولايت په مميكا ولسوالې كښې رامېنځ ته شوې. د ولسوالې د سرچ اېنډ رېسكيو دفتر مشر جارج ليو مرسي رانډانګ وئيلي دي چې بحري بېړې د پاپوا ولايت د سورونګ بندر …
په انډونېزيا كښې د خرابو موسمي حالاتو په وجه د بحري بېړې ډوبېدو په پېښه كښې 11 كسان بې دركه شوي
جكارته 07 جولائي (اے پي پي) په انډونېزيا كښې د خرابو موسمي حالاتو په وجه د بحري بېړې ډوبېدو په پېښه كښې 11 كسان بې دركه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې دا پېښه د انډونېزيا د پاپوا ولايت په مميكا ولسوالې كښې رامېنځ ته شوې. د ولسوالې د سرچ اېنډ رېسكيو دفتر مشر جارج ليو مرسي رانډانګ وئيلي دي چې بحري بېړې د پاپوا ولايت د سورونګ بندر څخه روانه شوې وه او د مميكا ولسوالې په پلو روانه چې د خرابو موسمي حالاتو په وجه چپه شوه. ده ووئيل چې په بېړې كښې 18 كسان سواره وو چې پكښې 7 بچ كړې شوي دي او 11 لا هم بې دركه دي او د لټون عمليات ئې روان دي.












