لاهور 06 جولائي (اے پي پي) په لاهور كښې د باران له امله موسم خوشګوار شوے او د ګرمۍ او حبس زور مات شوے خو د ښار په بېلا بېلو برخو كښې وخت په وخت د باران لړۍ روانه ده۔ د موسمياتو محكمې له مخې د لاهور په ښار كښې تراوسه 4.4 ملي ميټر باران رېكارډ كړے شوے او د باران دا لړۍ تر(نن) زيارت ورځ هم جاري پاتې كېدو …
په لاهور كښې د باران له امله موسم خوشګوار٬ د موسمياتو محكمې د نورو بارانونو پيشن ګوئي كړې

مزید خبریں
لاهور 06 جولائي (اے پي پي) په لاهور كښې د باران له امله موسم خوشګوار شوے او د ګرمۍ او حبس زور مات شوے خو د ښار په بېلا بېلو برخو كښې وخت په وخت د باران لړۍ روانه ده۔ د موسمياتو محكمې له مخې د لاهور په ښار كښې تراوسه 4.4 ملي ميټر باران رېكارډ كړے شوے او د باران دا لړۍ تر(نن) زيارت ورځ هم جاري پاتې كېدو توقع ده۔ د موسم خوشګوار كېدو سره د لاهور وګړو د پاركونو او نورو سېلګرو ځايونو پلو رخ كړې۔ د باران لړۍ پیل كېدو سره د ليسكو 55 فيډرز ټرپ شوې دي كوم څخه چې د ښار په بېلو سيمو كښې د برېښنا رسنه په عارضي توګه معطل شوې۔د ليسكو چارواكو له مخې فيلډ سټاف هائي الرټ كړې شوې٬د باران ودرېدو سره د برېښنا بحالۍ كار به پیل كړې شي۔ د موسم خرابۍ په تناظر كښې د ليسكو انتظاميې صارفينو ته د مرستې خواست كړې او وئېلې يې دي چې د باران په مهال د برښنا تنصيبات څخه لرې پاتې شۍ او په كوم هم هنګامي صورتحال كښې د خپل اړوندې سيمې كمپلينټ آفس سره دې سمدستي رابطه وكړئ يا په دې نمبرو٬118 03200520888 اطلاع وكړي۔











