بيجنګ 06 جولائي (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ يې به د جي -20 غونډې په موقع د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن سره ملاقات كوي۔ د جي-20 خارجه وزيرانو غونډه د جمعې په ورځ په انډونېزيا كښې متوقع ده۔ د چينائي مېډيا د چين د خارجه وزارت وياند ژاؤلي جيان حواله وركولو سره وئېلي دي چې د دواړو هېوادونو خارجه وزيران به د چين امريكې په موجوده …
د چين خارجه وزير به د جي-20 غونډې په موقع د امريكې هم څنګ سره ملاقات كوي
بيجنګ 06 جولائي (اے پي پي) د چين خارجه وزير وانګ يې به د جي -20 غونډې په موقع د امريكې خارجه وزير انټوني بلنكن سره ملاقات كوي۔ د جي-20 خارجه وزيرانو غونډه د جمعې په ورځ په انډونېزيا كښې متوقع ده۔ د چينائي مېډيا د چين د خارجه وزارت وياند ژاؤلي جيان حواله وركولو سره وئېلي دي چې د دواړو هېوادونو خارجه وزيران به د چين امريكې په موجوده اړيكو٬په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسئلو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ د سپينې ماڼۍ پرېس سېكرټري كرائن جين پيئر وئېلي دي چې په دې كښې مختلف عناصر دي۔ ده ووئيل چې بائيډن انتظاميه د چين په درآمدات د محصولات په ختمولو غور كوي كوم چې د پخواني صدر ډونلډ ټرمپ په دور كښې عائد كړے شوي وو












