بمباكو 06 جولائي (اے پي پي)مالي وئېلي دي چې د لېبيا پولې سره نزدې په سمندري حدود كښې 22 غېر قانوني كډوال مړه شوي چې پكښې درې ماشومان هم شامل دي۔ د افريقائي اتحاد د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې غېر قانوني كډوال د لېبيا په سمندري حدود كښې موجود وو چې پكښې 22 كسان د خراب حالت په وجه مړه …
د لېبيا په پوله مالي سره تعلق لرونكي 22 غېر قانوني كډوال مړه شوي
بمباكو 06 جولائي (اے پي پي)مالي وئېلي دي چې د لېبيا پولې سره نزدې په سمندري حدود كښې 22 غېر قانوني كډوال مړه شوي چې پكښې درې ماشومان هم شامل دي۔ د افريقائي اتحاد د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې غېر قانوني كډوال د لېبيا په سمندري حدود كښې موجود وو چې پكښې 22 كسان د خراب حالت په وجه مړه شوي دي خو 61 كسان بچ كړې شوي دي۔د چارواكو له مخې د بچ كړې شويو پیژندګلې كولې شي چې دغسې بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږلې شي۔












