كابل 04 جولائي (اے پي پي)د چين لخوا د زلزله ځپلو لپاره عطيه كړے د مرستې سامان افغان هلال احمر سوسائټۍ وصول كړے۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د چين رېډ كراس سوسائټۍ لخوا د زلزله ځپليو لپاره عطيه كړے د مرستې سامان د افغان هلال احمر سوسائټۍ(اے آر سي اېس)وصول كړے۔په دې لړ كښې تېره ورځ د افغانستان په پايه تخت كابل كشې د افغان هلال احمر سوسائټۍ …
د چين لخوا د زلزله ځپلو لپاره عطيه كړے د مرستې سامان افغان هلال احمر سوسائټۍ تر لاسه كړو
كابل 04 جولائي (اے پي پي)د چين لخوا د زلزله ځپلو لپاره عطيه كړے د مرستې سامان افغان هلال احمر سوسائټۍ وصول كړے۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د چين رېډ كراس سوسائټۍ لخوا د زلزله ځپليو لپاره عطيه كړے د مرستې سامان د افغان هلال احمر سوسائټۍ(اے آر سي اېس)وصول كړے۔په دې لړ كښې تېره ورځ د افغانستان په پايه تخت كابل كشې د افغان هلال احمر سوسائټۍ كمپليكس كښې دستوره وشوه چې پكښې په افغانستان كښې د چين سفير وانګ يو او د اے آر سي اېس صدر مولوي مطيع الحق خالص ګډون كولو۔په دې موقع د چين سفير ووئيل چين افغانستان سره د مرستې كولو او د افغانستان پرمختګ كښې كردار ادا كولو لپاره چمتو دے۔د اے آر سي اېس صدر ووئيل افغانستان او چين د ملګرتيا اړيكې لري او مونږ هيله لرو چې چين به په اقتصادي٬سائنسي او طبي څانګو كښې د افغانستان مرسته روانه ساتي۔چين په افغانستان كښې د زلزله ځپليو لپاره د بېړني بشري مرستې لپاره 75 لكه ډالره د وركولو وعده كړې ده












